شنبې, غویی ۱, ۱۴۰۳
 

د خصوصي حریم‎ د حفظ تلن‎لاره

LEMAR TV (لمر ټلویزون) او دا انټرنېټي پاڼه ("د وېب‎پاڼې نوم")، په موبي‎ګروپ افغانستان پورې اړوند دي او یوازې د دې سوداګریزې ډلې له‎خوا اداره کېږي.

موږ ستاسو د آنلاین شخصي معلوماتو د محافظت لپاره ژمن یو. هغه ځانګړي معلومات چې تاسو یې د دې وېب‎پاڼې څخه د ګټې‎اخیستنې پر مهال وړاندې کوی، له هغو څخه موږ بېرته تاسو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګټه اخلو. دا زموږ له‎خوا ډېر د ستاینې وړ ده چې تاسو نه غواړی هغه شخصي معلومات چې له موږ سره مو شریک کړي، هغو ته نور کسان لاسرسۍ ومومي. دلته به دا موضوع تاسو ته په بشپړه توګه تشریح شي چې موږ دا معلومات څنګه راټولو، څه ډول ترې ګټه اخلو او تاسو څنګه کولای شی خپل پر معلوماتو کنټرول ولری.

دا ستاسو مسئولیت ګڼل کېږي چې باید «د خصوصي حریم د حفظ تلن‎لاره» ولولی او په بشپړه توګه پرې پوه شئ. که د دې تلن‎لارې ټکې تاسو ته څرګنده نه وي او پرې پوه نه شی، او یا ستاسو لپاره د منلو وړ نه وي نو زموږ «د معلوماتو د محافظت مسئول» سره په اړیکه کې شئ چې د اړیکې معلومات یې لاندې لیکل شوي. که دا تلن‎لاره په پوره توګه ستاسو د منلو وړ نه وي او تاسو له دې پاڼې سره هیڅ ډول لېوالتیا نه لری، نو په هیڅه توګه حق نه درکول کېږي چې دې پاڼې ته لاسرسۍ ومومی او یا ترې ګټه پورته کړی.

  1. موږ څه راز معلومات راټولو

د دې لپاره چې موږ وکولای شو ستاسو د غوښتنې سره سم خدمتونه وړاندې کړو، کېدای شي په خپل وېب‎پاڼې کې ستاسو د نوم‎لیکنې او یا داسې نورو اړوند اړتیاوو لپاره، ستاسو څخه ځینې معلومات راټول کړو. همدارنګه، موږ هغه وخت ستاسو څخه معلومات راټولوو چې تاسو موږ ته کوم سپارښت وړاندې کوی، او کله نا کله هم د دې لپاره چې تاسو وغواړی زموږ په اېنټرنټی خپرونو او ټولنو کې ګډون ومومی. ځینې هغه معلومات چې کېدای شي په دې وېب‎پاڼو کې ستاسو څخه وغوښتل شي، دا دي: ستاسو نوم، د برېښنالیک پته، پوسټال پته، د ټېلفون او یا موبایل شمېره، جنسیت او ستاسو د زېږېدنې نېټه. همدارنګه، کېدای شي د وېب‎پاڼې په بېلابېل پاڼو کې له تاسو نه بېلابېل شخصي معلومات وغوښتل شي. دا هم امکان لري چې موږ له تاسو نه ځینې نور معلومات وغواړو، لکه ځینې مثالونه چې وړاندې یادېږي خو البته له دې ټکو سره نه محدودېږي، لکه، ستاسو لېوالتیاوې، ویناوې او یا هم دا چې تاسو څرنګه زموږ له خدمتونو څخه ګټه پورته کوی. موږ له دې معلوماتو څخه د یاد شويو موخو لپاره ګټه اخلو تر څو وکولای شو د خپل خدمتونو پېرونکي (ګټه‎اخیستونکي) لا زیات وپېژنو او د هغو په اړتیاوو پوه شو.

تاسو په هیڅ توګه اړ نه یاست چې دا راز معلومات له موږ سره شریک کړی. خو باید وویل شي چې د دې راز معلوماتو له شریکولو څخه د ډډه کونې په ترڅ کې، موږ نه شو کولای تاسو ته ځینې ځانګړي خدمتونه وړاندې کړو.

هیله کېږي په یاد وساتئ چې ځینې وختونه کېدای شي موږ د خپل وېب‎پاڼې په بېلابېل پاڼو کې له تاسو څخه د نورو شخصي معلوماتو غوښتنه هم وکړو. کله چې د دې معلوماتو غوښتنه کېږي نو دا موضوع به په هغو پاڼو کې لازیات تشریح شي چې موږ ولې دا معلومات غواړو او څرنګه ترې ګټه اخلو.

  1. موږ ستاسو معلومات څنګه ساتو

کوم معلومات چې تاسو د سایټ له لارې موږ ته واړندې کوی، هغه یو کمپیوټر ته لېږدول کېږي چې د آمریکا متحده ایالاتو کې دی. وروسته بیا کېدای شي دا معلومات همالته وساتل شي او یا د پروسس او کار اخیستنې لپاره زموږ شریکانو، ‎خدمت‎وړاندې‎کوونکو او نور د اعتبار وړ دریمو ډلو ته واستول شي چې کېدای شي هغوی له آمریکې نه بهر وي.

دا هم باید وویل شي چې، که چېرته تاسو د آمریکا متحده ایالاتو نه بهر زموږ له خدمتونو څخه ګټه اخلی، نو کېدای شي چې معلومات مو د آمریکا متحده ایالاتو څخه بهر واستول شي، تر څو تاسو ته هغه ځانګړي معلومات وړاندې شي.

د معلوماتو وړاندې کونې سره، تاسو له هغو ټولو شرطونو سره چې ستاسو د معلوماتو راټولونې، لېږد، او ساتنې په هکله د خصوصي حریم حفظ په دې تلن‎لارې کې بیان شوي، موافقه کوی. موږ خپل بشپړې هڅې کوو تر څو ډاډه شو چې ستاسو له خوا وړاندې شويو معلوماتو سره د دې تلن‎لارې پر اساس، په پوره توګه سم چلند شوی او هغه معلومات چې تاسو موږ ته وړاندې کړي، په سمه توګه زموږ په سرورونو کې ساتل کېږي.

  1. ستاسو له معلوماتو څخه څنګه ګټه پورته کېږي

ستاسو له معلوماتو څخه موږ د لاندې موخو لپاره ګټه اخلو:

  • د دې وېب‎پاڼې، د خپل نورو خدمتونو او ستاسو د تجربې د څارنې، ودې او وړتیا لپاره؛
  • تاسو د خدمتونو وړاندې‎کونې د آسانتیا برابرونې او د بیاڅارنې لپاره (د مثال په توګه، د لمر ټلویزون او یا نورو اړوند سایټونو اړیکو او خبرونو د خپور لپاره، همدرانګه د برېښنالیک، پُسټ، فکس یا ټلفون له لارې د خدمتونو وړاندې کونه، او یا تاسو ته د خبرتیاوو وړاندې کونې لپاره، د مثال په توګه، دا چې یو ځانګړی خدمت د لازیات غوره‎والې او بیارغونې لپاره ځنډول شوی)؛  
  • ستاسو له خوا د هر ډول شکایت او یا پوښتنو پروسس او حلونه؛
  • په سایټ کې ستاسو له خوا د وړاندې شویو معلوماتو په اړه اړیکه نیول؛ د هر هغه محتوا په شمېر چې تاسو وړاندې کړې؛ او ستاسو د غوښتو او اړتیاوو په اړه پوهېدنې لپاره؛ .

 

  1. موږ په کومو حالتونو کې له ستاسو سره اړیکه ونیسو

موږ په لاندې حالتونو کې له تاسو سره اړیکه نیسو:

  • د هغو خدمتونو د پلي کونې او فعالیت په اړه خبرتیاوو وړاندې کونې لپاره چې تاسو یې په اړه نوم‎لیکنه کړې، تر څو وکولای شو ډاډه شو چې اړوند خدمتونه په سمه توګه وړاندې شوي؛
  • په هغه حالتونو کې چې تاسو غوښتنه کړې چې لازیات خبرتیا درته وړاندې شي؛
  • د دې وېب‎پاڼې په کومي برخې کې ستاسو د ګډون او ونډه اخیستنې په اړه؛ د مثال په توګه، هر یو بلاګ، د پیغامونو بورډ، او یا فورومونو (اېنټرنټي ټولنو) کې چې د سایټ له خوا تاسو ته په پام کې نیول شوي؛
  • د دې لپاره چې د خپل خدمتونو په اړه سروېګانو (څارنو او بیاکتنو) کې تاسو ته بلنه درکړو (دې سروېګانو کې ګډون اجباري نه دی)؛ او
  • د بازارموندنې موخو لپاره څرنګه چې تاسو په ځانګړې توګه د لاندې (پنځم شمېره سرلیک) ټکو سره موافقت کړی وي.

تاسو کولای شئ د وېب‎سایټ له پاڼو څخه معلومات ترلاسه کړی چې موږ د یو ځانګړي خدمت په اړه څنګه له تاسو سره اړیکه نیسو.

 

  1. آیا د بازارموندنې د موخو لپاره هم زما سره اړیکه نیول کېږي؟

یوازې او یوازې په هغه حالت کې چې تاسو پخپله غوښتنه کړې وي، موږ د لاندې ټکو په اړه له تاسو سره اړیکه نیسو:

  • د خپل نوي او اوسني خدمتونو، تولیداتو او ځانګړي ډالیو د خبرتیا په اړه د برېښنالیک، ټېلفون (سره د لنډلیکونو)، پُسټ‎لیک او یا نورو لارو له تاسو سره اړیکه نیول کېدای شي؛ او
  • همدارنګه زموږ د شریکانو او نور د اعتبار وړ دریم همکار ډلو د تولیداتو او خدمتونو په هکله چې کېدای شي ستاسو د پام وړ وي، د برېښنالیک، پُسټ لیک او یا ټېلفون له لارې له تاسو سره اړیکه نیول کېږي. څرنګه چې، تاسو تل دا امکانات لری چې زموږ سره په اړیکه کې شی او دا خبرتیاوې نور ترلاسه نه کړئ؛
  • موږ تاسو ته وړاندیز شوي ځانګړي لنډلیکونه نه استوو (هغه لنډلیکونه چې د لاس ته راوړو لپاره یې پیسې ورکول کېږي)؛ په داسې حال کې چې امکان لري ستاسو مخابراتي شبکه تاسو ته رارسېدلې ټولو مسجونو باندې لګښت راولي. په دې اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره هیله کېږي د خپل مخابراتي شبکې سره په اړیکه کې شئ.

تاسو کولای شئ د نوم‎لیکنې پر مهال او یا د خپل خوښې سره سم هر کله موږ ته خبرتیا راکړی چې نور نه غواړی ستاسو معلومات له کوم دریم کس سره شریک شي. کېدای شي موږ کله نا کله د خپل هغو خدمتونو او یا تولیداتو په اړه له تاسو سره اړیکه ونیسو چې ستاسو د خوښې وړ وي. دا کار یوازې زموږ له خوا (او یا زموږ د استازو له خوا) ترسره کېږي او هغه هم یوازې په هغه حالت کې چې تاسو پخپله د دې خبرتیاوو غوښتنه کړې وي.

 

  1. آیا موږ ستاسو شخصي معلومات له کوم بل چا سره شریکوو؟

موږ ستاسو معلومات محرم ساتو او یوازې هغه حالت کې ترې ګټه اخلو او یا له دریم کس سره یې شریکوو چې اړتیا ورته پیدا شي او قانون اجازه راکړي (د مثال په توګه، له دولتي چارواکو او یا حقوقي ادارو سره)، او یا څرنګه چې په (۷ - وهم ‎شمېره سرلیک) کې بیان شوي. په عمومي توګه، موږ ستاسو له معلوماتو څخه یوازې د موبي‎ګروپ په محدودې کې او یا هم د هغه اړوند نورو شرکتونو کې کار اخلو. په داسې حال کې چې، ځینې وختونه موږ له دریمو‎ ډلو څخه کار اخلو تر څو ستاسو له خوا وړاندې شوي معلومات پروسس کړو. موږ دا دریمې ډلې په کلکه توګه ژمن ګڼو چې باید د خپل اساساتو سره سم چلند غوره کړي او په هیڅ توګه له دې معلوماتو څخه د خپل سوداګریزو موخو لپاره ګټه پورته نه کړي.

 

  1. په یو سایټ کې سپکاوی‎کوونکې او ناوړه محتوا

که تاسو په سایټ کې هر ډول سپکاوی‎کوونکې، ناوړه او یا د نیوکې وړ محتوا اضافه کړئ او یا دې سایټ ته یې ولېږدوی، او یا هم په دې سایټ کې هر ډول توپیرپالنې او تاوان‎رسوونکي چلند کې ښکېل شی، موږ د دې چلند څخه د دفاع په موخه ستاسو له شخصي معلوماتو څخه ګټه پورته کوو. سم‎دلاسه کله چې موږ ډاډه شو چې تاسو د هر یو پلي‎کېدونکي قانون‎ د ماتونې په حال کې یاست (د مثال په توګه، پرته له محدودیتونو، د داسې هر ډول محتوا اضافه کول چې سپکاوی‎کوونکې او کرکه‎پاروونکې وي) نو هرومرو به د دې چلند پر وړاندې ستاسو له معلوماتو څخه د نورو اړوند دریمو کسانو د خبرتیا لپاره ګټه پورته کړو، چې دا کسان کېدای شي ستاسو د شرکت رییسان، د ښوونځي اېنټرنټ وړاندې کوونکي، او یا هم حقوقي ادارې وي.

  1. که زه یو ۱۶ کلن او یا کم‎عمر ګټه‎اخیستونکی ووسم، بیا څه؟

که تاسو ۱۶ کاله او ټیټ عمر لری، هیله کېږي چې په سایټ کې د هر ډول معلوماتو له وړاندې کونې نه مخ کې لومړی د خپل والد/مشر څخه اجازه واخلئ. هغه ګټه‎اخیستونکي چې خپل والد یا مشر په دې اړه نه وي خبر کړی، اجازه نه لري چې خپل شخصي معلومات زموږ سره شریک کړي. که موږ معلومات تر لاسه کړو چې تاسو له ۱۶ کلونو څخه کم عمر لری او هڅه مو کړې چې د خپل والد او یا مشر د اجازې پرته د سایټ له لارې خپل شخصي معلومات شریک کړی نو موږ به د دې ډول معلوماتو د پاکونې لپاره اړین ګامونه پورته کړو. د دې کار لپاره موږ اړ یو چې ستاسو عمر او نورو اړوند اړینو ټکو ته لاسرسۍ پیدا کړو.

  1. د خپل رکارډونو کره ساتنه

موږ د امکان تر حده پورې هڅه کوو چې ستاسو په اړه کره او سم معلومات وساتو، مګر بیا هم د دې کار لپاره موږ د خپل ګټه‎اخیستونکو پاملرنې ته اړتیا لرو تر څو هغوی خپل شخصي معلومات له وخت سره سم آپډېټ کړي.

  1. د مسئولیت محدودیت

کېدای شي دا سایټ د ځینې نورو وېب‎پاڼو لېنکونه ولري څرنګه چې د هغو تلن‎لارې زموږ له تلن‎لارو سره په توپیر کې وي. د مثال په توګه، کېدای شي تاسو لېنک «کېکاږی» او هغه د دې لامل شي چې زموږ له سایټ څخه بهر شی. په دې حالت کې ښه ده چې تاسو د هغه وېب‎پاڼې خپله ځانګړې تلن‎لاره ولولئ او موږ د هغو معلوماتو پر وړاندې مسئول نه یو چې ستاسو له خوا دې وېب‎پاڼو ته سپارل شوي.

ځینې وختونه کېدای شي موږ یوه محتوا وړاندې کړو (لکه، سیالۍ او یا ترفیع‎ګانې) چې زموږ د اړوند پېژندل شويو دریمو ډلو له خوا ملاتړ شوي وي. په داسې حال کې چې دې پېژندل شويو ډلو ته د سوداګریزو اړیکو ځینې اساسات دا اجازه ورکوي چې له هغو معلوماتو څخه ګټه پورته کړي چې تاسو یې په خپل خوښه د وېب‎پاڼې په فعالیتونو کې د ونډه‎اخیستنې په موخه هغو ته وړاندې کوی. موږ د هغو معلوماتو پر وړاندې هیڅ ډول مسئولیت او کنټرول نه لرو چې تاسو یې دې اړخونو ته وړاندې کوی. څرنګه چې، موږ مخ‎کې له دې نه چې تاسو دا راز شخصي معلومات له دې ډلو سره شریک کړی، خبرتیا وړاندې کوو چې آیا دا دریمې ډلې دا معلومات راټولوي که نه.

کېدای شي موږ د ځینې نامتو او اعتبار لرونکي دریمو ډلو څخه د هغو سوداګریزو خبرتیاوو د وړاندې کولو لپاره ګټه پورته کړو چې تاسو یې په وېب‎پاڼې کې ننداره کوی. د خصوصي حریم حفظ  تلن‎لاره د هغو معلوماتو څخه د ګټې‎اخیستنې اړخونه تر پووښښ لاندې نه راولي چې د دریمو ډلو له‎خوا له تاسو څخه راټول شوي.

 

 

  1. د قانوني مسئولیت روښانول  

موږ د داسې هیڅ ډول پېښې پر وړاندې مسئول نه ګڼل کېږو چې زموږ له مستقیم کنټرول څخه بهر وي. موږ د خپل ټکنالوجۍ او سوداګریز چاپېر د پېچلي او په پرلپسې توګه بدلون موندونکي طبیعت له امله دا تضمین وړاندې کولای نه شو چې زموږ فعالیت به په بشپړه توګه له خطاګانو څخه بري وي، او د قانون له پلوه بشپړ جواز درلودنې سره، موږ ستاسو د هغو شخصي معلوماتو پر وړاندې هیڅ ډول مسئولیت نه لرو چې په مستقیم، غیرمستقیم، د ځانګړي عواقبو او یا نورو ناوړه چلندونو د پایلو له امله تاوان ومومي او یا د نورو لاسونو ته ورسېږي او ګټه ترې پورته شي.

  1. موږ ستاسو شخصي معلومات تر کومه ساتو؟

موږ ستاسو شخصي معلومات تر هغو پورې په خپل سېسټمونو کې ساتو چې د اړوند خدمت وړاندې کونې لپاره اړین وي. که چېرته تاسو د سایټ د یو غړي په توګه خپل راجسټر باطل کړی او آکاونټ مو له منځه ولاړ شي، نو خلک ستاسو له شخصي معلوماتو څخه نور ګټه پورته کولای نه شي، مګر هغه معلومات د اداري موخو لپاره تر یو کاله پورې په سیسټم کې ساتل کېږي او وروسته له هغه په اتومات توګه له منځه ځي.

د دې لپاره چې تاسو په سایټ کې برخه اخلی، نو په عمومي توګه موږ هڅه کوو چې ستاسو محتوا یوازې تر هغو پورې وساتو چې د هغه محتوا د سپارنې اړینې موخې حاصل شي.

  1. آیا زه کولای شم پوه شم چې زما کوم شخصي معلومات له تاسو سره دي؟

د معلوماتو (ډېټا) د محافظت ۱۹۹۸ اعلامیې پر اساس، د خپلو سپارل شوي شخصي معلوماتو د تصحیح او یا نورو موخو لپاره تاسو کولای شئ زموږ څخه د هغه د یوې کاپې غوښتنه وکړی. د دې معلوماتو د بیاوړاندې کونې لپاره موږ ۱۰ آمریکایي ډالره لګښت په پام کې نیولی او همدارنګه، تاسو باید خپل دوې قطعې تأیید شوي انځورونه هم وړاندې کړی. موږ خپل معقول هڅې کوو ترڅو ستاسو شخصي معلومات په سمه توګه تاسو ته وړاندې شي، تصحیح شي او یا زموږ د فایلونو له منځه پاک شي.

که په دې اړه او یا د دې تلن‎لارې په نورو برخو کې کومه غوښتنه او یا پوښتنه لری نو هیله کېږي زموږ «د معلوماتو د حفظ مسئول» سره په اړیکه کې شئ، برېښنالیک: [email protected]

  1. تلن‎لارې کې بدلون راوېستنه

موږ د دې حق لرو چې، هرکله د اړتیا پر اساس او له خپل صلاح سره سم دا تلن‎لاره بدله کړو او یا توپیرونه په کې راوړو.

په دې تلن‎لارې کې راوېستل شوي ټوله بدلونونه په دې پاڼې او دې وېب‎سایټ کې خپرېږي. د خپور سره سم، دا توپیرونه هرومرو د پلي‎کېدنې وړ ګڼل کېږي چې تاسو باید پرې خبر ووسئ او پر خپل ځان یې پلي کړئ. له دې کبله تاسو باید په پرلپسې توګه دې تلن‎لارې ته بیاکتنه وکړئ تر څو ډاډه شئ چې معلومات مو د دې تلن‎لارې د ورځ‎مهاله او اوسني ټکو سره سم دي.

  1. کوکیز     

کوکیز هغه معلومات دي چې د یو وېب‎سایټ له‎خوا ستاسو «هارډ ډرایف» ته لېږدول کېږي تر څو هلته ثبت شي او یا ځینې وختونه ستاسو د شخصي معلوماتو د څارنې په موخه ترې کار واخیستل شي. زیاتره براوزرونه (د اېنټرنټ څخه د ګټه‎اخیستنې پاڼې) په اتومات توګه کوکیز مني، مګر که تاسو نه غواړی داسې وشي نو کولای شئ په خپل براوزر کې له دې کاره څخه مخ‎نیوی وکړی. خو باید وویل شي چې له دې کاره سره بیا تاسو نه شی کولای چې د هغه وېب‎پاڼې څخه بشپړه ګټه پورته کړی. د هر سرور کوکیز د هغو د جوړښت پر اساس ځانګړي دي او د نورو سرورونو له خوا د رسوخ وړ نه دي، او دا په دې معنا ده چې له کوکیز نه په وېب (انټرنېټ) کې ستاسو د فعالیتونو د څارنې لپاره ګټه‎ اخیستل کېدای نه شي. په داسې حال کې چې کوکیز کولای شي د یو کاراخیستونکي « د کمپیوټر پېژند » وړاندې کړي، مګر په شخصي توګه د کاراخیستونکو پېژندګلوي نه کوي، څرنګه چې په کوکیز کې پسورډ (رمز)، او یا د کرېډېټ کارټ (د اعتبار کارټ) معلومات نه ثبتېږي.

 

د کوکیز څخه کېدای شي موږ د لاندې موخو لپاره کار واخلو:

د دې پوهېدو لپاره چې تاسو څوک یاست، او ستاسو د آکاونټ معلوماتو ته د لاسرسۍ لپاره؛

د خپل لیدونکو د شمېر او د هغو د تګ‎لارو اټکل لپاره؛

د دې پوهېدو لپاره چې د وېب‎پاڼې مراجعین یو څېر خبرتیاوې څو ځله ګوري؛

د لومړیتوبونو پېژندنه او د دې لپاره چې وکولای شو خپل سایټ ته د اړتیاوو سره سم وده ورکړو.

  1. امنیت

د انټرنېټ د ماهیت له کبله، موږ نه شو کولای ستاسو د شخصي معلوماتو خوندیتوب تضمین کړو او د وېب‎پاڼې څخه د ګټې اخیستنې پر مهال د امنیتي ستونزو له امله د رامنځ ته شوي هیڅ ډول پایلو مسئولیت په غاړې اخیستای نه شو. موږ د خپل امنیت له پلوه ډاډه یو، او دا تل زموږ لومړیتوب دی تر څو ډاډه شو چې هیڅ ډول ستونزې نه رامنځ ته کېږي.

 

د خصوصي حریم د حفظ تلن‎لاره، وروستي ځل د ۲۰۱۰ کال د مارچ په ۲ نېټه آپډېټ شوې وه.