سې شنبې, لړم ۲۹, ۱۳۹۷
 

دیا اور باتي هم

دیا اور باتي هم، د سندیا کیسه بیانوي چې غواړي د پولیسو افسره شي. هغه هڅه کوي تر څو د خپل ټولنیز ژوند محدودې پراخې کړي او خپل شتون په کې څرګنده کړي.

همدارنګه دا سریال د سورج کیسه هم بیانوي چې یو خوږژبی او خپلواک سړی دی. سورج خپل کور ته څېرمه د خوږو دوکان لري. سورج او سندیا واده کوي. سندیا نه بریالې کېږي چې خپلې زده کړې پای ته ورسوي. ډېر ژر هغه د یوې داسې کورنۍ غړې کېږي چې په اړه یې هیڅ نه پوهېږي.

دا کیسه د سندیا هڅې بیانوي چې هڅه کوي خپل هیلې بشپړې کړي او په دې لاره کې د هغې د ژوند ملګری ورسره مرسته کوي.

 

Program Info

ډله: 
ټولګې
ورځې: 
پای ته ورسیده