سې شنبې, لړم ۲۹, ۱۳۹۷
 

شب نبرد

۲۸/۱۰/۱۳۹۶

موبي ګروپ د SLFC ادارې په همکاري د لمړي ځل لپاره د “ شب نبرد ” په نوم ازادې مبارزې د ١٣٩٦ کال د جدې په ٦مه ترسره
کوي. دا سیالۍ به د جمعې په ورځ ٩:۰۰ بجې د SLFC په اداره کي ترسره شي. ددې سیالیو موخه د هیواد په کچه د ازادیو سیالیو د
غوره لوبغاړو پیژندل دي.

د شب نبرد پدې پروګرام کې به د هیواد د ازادو سیالیو لوبغاړي د روسي لوبغاړو په وړاندې لوبې وکړي. ددې لړۍ په ترڅ کې به روح
الله محمدي د اسماعلیوف، واحد نژند د کامل مکمدوف او همداراز فیض الله قادري د خپل هیوادوال سیال حسین بخش صفري په وړاندې
لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

ددې په زړه پورې شپې په سیالیو کې به روح الله محمدي، اسماعلیوف، واحد نژند او کمال مکمدوف د ۷۵ کیلو وزن او فیض الله قادري
او حسین بخش صفري به د ٦۵ کیلو وزن په سیالیو کې سره مخ شي.

دا سیالۍ به د کابل په وخت د شپې ٩:۰۰ بجې پیل شي او د طلوع او لمر له نړیوالو تلویزیوني شبکو څخه یې په ژوندۍ بڼه لیدلی شئ.
مینوال کولی شي ددې سیالیو تصویري کلیپونه د “ شب نبرد ” په یوټیوب چینل په انلاین ډول وګوري. ددې ترڅنګ کولی شئ د لوبغاړو
انځورونه او د سیالیو نور تفصیل د “ شب نبرد ” او SLFC په فیس بوک، ټویټر او انسټاګرام هم ترلاسه کړئ.

د موبيګروپ په اړه
موبيګروپ، په مرکزي آسیا، منځني ختیځ او آفریقا کې مخکښ او بشپړ رسنیز او د اړیکو شرکت دی. د ١۷ سوداګریو څښتنولۍ سره،
دا ګروپ د ټلویزون، ډیجیټالي خدمتونو، د محتوا تولید، راډیو، ورزش او سټراټیژیکو اړیکو په برخو کې فعالیت ترسره کوي. موبيګروپ
فېلم فېسټوال ډالۍ، د بېپولې رپوټوړاندې » سن ډانس « د محتوا تولید په برخې کې یو مخکښ او اعتبار لرونکی شرکت دی. یاد ګروپ د
ډالۍ ګټنې ویاړ لري. » د سیئول نړیواله ډرام « ډالۍ، او همدارنګه د » فرانسې بنسټ « کوونکو بنسټ ډالۍ، د

د سنو لیوپرډ یا SLFC په اړه
SLFC یا Snow Leopard Fighting Championship یو نړیواله اداره ده چې مرکز یې په کابل دی. ددې ادارې هڅه داده څو په
افغانستان کې ازادو سیالیو یا MMA ته وده او پراختیا ورکړي. دا اداره توانیدلې څو ددا ډول سیالیو پینځه لړۍ د روسي لوبغاړو په
شتون کې ترسره کړي.
ددې سیالیو لمړۍ لړۍ د ٢۰١٦ کال په اپریل کې ترسره شوه چې ډیرو لوبغاړو او مینوالو پکې ګډون وکړ. ددې سیالیو موخه په ٢۰١٦
کال کې په هیواد کې د جوجیتسو، سوک وهنې او پهلواني په ګډون په نورو برخو کې د غوره لوبغاړو پیژندل او موندل وو.

هغه مینوال چې نشي کولی دا سیالۍ له نږدې وګوري، د طلوع او لمر له نړیوالو تلویزیوني شبکو څخه یې په ژوندۍ بڼه کتلی شي. د
SLFC اداره دا ځل د ټولو لوبغاړو لپاره اړین امکانات په نظر کې نیولي دي چې د بیلګې په ډول کولی شو له نړیوالو روزونکو او د
سیالو لپاره د معیاري فضا له برابرولو یادونه وکړو.

د SLFC اداره هڅه کوي په افغانستان کې د MMA ورزش پراختیا ومومي او په افغانستان کې د ازادو سیالیو لوبغاړي نړیوالو ته
وروپیژني څو هغوي ته شهرت او سرمایه را جذب کړي.

د لا زیاتو معلوماتو او مرکې لپاره کولی شئ په لاندې ادرس او تیلیفوني شمیرو په اړیکه کې شئ:

د SLFC اداره
کاکایل نورستان
عمومي رییس
د اړیکې شمیره: ۰۷۸٦۰١١۷۸٦
[email protected]

د افغانستان شب نبرد :
خداداد شعیب
د ټولنیزو رسنیو د څانګې مشر
د اړیکې شمیره: ۰۷١١٩٩۵۴١۵
[email protected]