شنبې, وږی ۳۱, ۱۳۹۷
 

مدهو بالا

دا سریال د یوې نجلۍ کیسه بیانوي چې د فېلم ثبتونې په یو سېټ کې زېږېدلې او وروسته کله چې د یوې سینګارکوونکې په توګه دنده ترسره کوي، د «ریشب کوندرا» په نامه د بالیووډ پر یو نامتو ستوري باندې مینه کېږي.

یوه داسې نجلۍ چې ډېرې کوچنۍ هیلې لري او یوازې غواړي په فېلمونو کې رول ولوبوي، او په دې توګه کله چې دا نوې ستورې منځ ته راځي، د ټولو د حیرانتیا لامل کېږي.

مګر له دې سره د هغې کیسه نه ختمېږي او هغه اړ باسل کېږي تر څو د ریشب کوندرا سره واده وکړي چې یو ډېر غوره ستوری دی، دا په داسې حال کې ده چې په دې منځ کې مینه هیڅ شتون نه لري. 

وروسته د هغو نفرت په مینې بدلون مومي او همدارنګه د هغو ژوند په پوره توګه بدلون مومي

 

Program Info

ډله: 
ټولګې
ورځې: 
پای ته ورسیده