«سندریز امېل» د موسیقۍ یوه ځانګړې خپرونه ده چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د دې خپرونې کوربه هیله مایار ده چې د خپرونې د مینه والو زنګونو ته ځواب ورکوي او خبرې اترې ورسره کوي.
د خپرونې کوربه د اړیکه نیوونکو د خوښې وړ سندرې هم ورته نشروي.
همدارنګه ځینې وختونه دا خپرونه ځانګړي موضوع ګانو ته غوره کېږي، څرنګه چې سندرغاړو ته بلنه ورکول کېږي او د هغو نوی آلبومونه او سندرې لیدونکو ته معرفي کېږي