سې شنبې, تله ۳, ۱۳۹۷
 

زهرا

«زهرا» یو ترکي سریال دی چې د زهرا په نامه یوې ۱۴ کلنې نجلۍ کیسه بیانوي.

زهرا یوه نېکمرغه نجلۍ ده چې په خپل ښوونځي کې هم ډېره بریالې ځلېږي مګر تر هغو پورې چې په ژوند کې یو لوی توپیر راځي او هغه اړ کېږي چې د یوې شتمنې کورنۍ له زوی سره واده وکړي.

زهرا غواړي خپل ښوونځي ته دوام ورکړي خو د هغې پلار د رسم و رواجونو په نامه هغه اړ باسي چې واده وکړي.

زهرا پرته له دې هیڅ کومه لار نه لري چې د دې شتمنې کورنۍ له هغه زوی سره واده وکړي چې هیڅ پېژندګلوي ورسره نه لري.

 

Program Info

ډله: 
ټولګې
ورځې: 
شنبی تر پنجشنبه
وخت: 
د غرمی وروسته ٦ بجی