«زما مینه» یو نامتو عاشقانه هندي سریال دی چې په ۲۰۱۴ کال کې خپور شو.
رنویر واګېلا، د یو موټرچلوونکي زوی، د اېشاني پهرېک په نامه د یوه لوی سوداګر پر لور باندې مینېږي، په داسې حال کې چې پخپله رنویر او د هغه کورنۍ ټوله د دې سوداګر لپاره دنده ترسره کوي.
رنویر په دې پوهېږي چې اېشاني هیڅکله د هغه کېدای نه شي او هغه د اېشاني له دوستۍ نه زیات هیڅ شی نه غواړي. د یوې تېروتنې له امله، رنویر له خپلې کورنۍ سره د ماڼۍ څخه شړل کېږي.
اېشناني د رنویر څخه نفرت پیلوي. خو د دوو کلونو وروسته په کیسې کې یو بدلون راځي او رنویر یو ډېر بریالی سوداګر کېږي.