جمعه, لړم ۲۵, ۱۳۹۷
 

تور ګل

 تور ګل، یو نوۍ "مینوالۍ" ترکي سریال دی او د (اِبرو) په نامه یوې واده شوې مېرمني کیسه بیانوي چې مجبوره ده د هغه شیانو لاس ته راوړو لپاره چي د خپل میړه څرګنده شوي رازونه له امله یې دلاسه ورکړي، جګړه وکړي.  
اِبرو، یوه ښایسته او نېک مخې ښځه ده چي له خپل دوو لورګانو، یوازینۍ زوی او میړه (مُراد) سره په استانبول کي ژوند کوي. 
مُراد، یو شتمن سړی دی او په یوې عنعنوي او محافظه کاره کورنۍ پورې اړه لري چې په یو کوچیني ښار کي ژوند کوي. 
کله چې د هغه دنده په ښه توګه مخ ته نه ځي، هغه پریکړه کوي ترڅو بېرته خپل ښار ته ستون شي او له خپل ورور څخه یو څو پیسې پور کړي. 
څرنګه چي هغه خپل ښار ته رسېږي، راز یې څرګنده کېږي! 

 

Program Info

ډله: 
ټولګې
ورځې: 
شنبی تر پنچ شنبی
وخت: 
ماښام ۹ بجی