چارشنبې, چنګاښ ۲۷, ۱۳۹۷
 

لمر ولې په اچ.دی کیفیت کې ننداره کړو؟

۲۴/۵/۱۳۹۵

د «HD» ګټې او ښه‎والې:

  • تر ټولو پورته کیفیت کې د هر ډول محتوا ننداره
  • د انځور ډېر ړون کیفیت
  • د عالي غږ کیفیت
  • غوره ړونتیا
  • نه رېږدېدونکی انځور
  • طبیعي او ښکلي رنګونه
  • د «HD» نشراتو کیفیت د «SD» په پرتله تقریباً ۵ برابره روښانه او ړون انځور لري.

د یوې ریښتیني، سینماټیک، بشپړ، او بې‎ساري کیفیت لرونکي ټلویزوني تجربې څخه خوند واخلئ!
تاسو کولای شئ د طلوع، لمر او طلوع‎نیوز شبکې د نورو ګڼ‎شمېر شبکو سره چې په «یاه‎سټ» کې د لاسرۍ وړي دي، په «HD» کیفیت کي ننداره کړی:

http://www.yahlive.com/channels/all

څنګه کولای شو «HD» تجربه کړو:

HOW TO GET THE HD QUALITY EXPERIENCE

په افغانستان کې د دې خدمتونو وړاندي کوونکي:

په خپل سیمې کې د موندونکي دستګاه (ریسیور) پلورونکي سره په اړیکه کې شئ او یا لاندې یاد شوي سیمو څخه د دې خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:

  • کابل: نادر پښتون واټ
  • کندهار: شهیدانو چوک نوی سرای
  • مزار شریف: بلخ، د دروازې واټ
  • کندوز: چوک او زړو پلورنځی
  • جلال‎آباد: د تلاشۍ چوک
  • کنړ: د اسدآباد بازار
  • بدخشان: زوړ ښار
  • هرات: چوک شهرنو د بالاحصار واټ
  • تالقان: د تالقان ابول چوک

د سپوږمکۍ له لارې په «HD» کیفیت کې زموږ شبکه څنګه ننداره کولای شی:

Yahsat
Frequency= ١٢٠١٥ MHz
Polarity= Horizontal
Symbol rate= ٢٧٥٠٠ Ksps
FEC= ٣/٤
Standard/Modulation= DVB-S٢/٨PSK
Satellite box receiver need to be compatible with MPEG-٤. HD

تر پووښښ لاندې سیمو نخشه «یاه لایو»

یادونه:

مهرباني وکړئ د ۱۳۹۵ کال د وږې له ۱۱ نېټې نه مخ کې، په خپل سیمې کې د سپوږمکیز خدمتونو وړاندې کوونکي شرکت سره په اړیکه کې شئ تر څو ډاډه شئ چې ستاسو ریسیور د HD MPEG٤ وړتیا لرونکی دی، او یا د اړتیا سره سم خپل ریسیور ته بدلون ورکړئ.

هغه لیدونکي چې د ځمکني آنټنونو له لارې طلوع ننداره کوي، په HD کیفیت کې د دې شبکې د نندارې لپاره باید سپوږمکیز خدمتونو څخه ګټه واخلي، که نه نو د ځمکني آنتنونو له لارې، طلوع ټلویزون د پورتني نېټې څخه یوازې په نورمال کیفیت کې د لاسرسۍ وړ دی.

هغه لیدونکي چې همدا اوس د HD MPEG٤ څلور وړتیا لرونکي ریسیورونو څخه ګټه اخلي، د TOLO HD نوم لټونې سره همدا اوس په اوسني فریکانس کې دا شبکه HD کیفیت کې ننداره کولای شي.