د ذایقې نامتو خپرونې لومړۍ برخه د جمعې په ورځ د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په ۱۷ نېټه له لمر ټلویزون څخه خپرېږي.
دا خپرونه د دوو کوربهوو، کېرن خان (له پاکستان څخه) او نجیبه فیض (له افغانستان څخه)، لهخوا ترسره کېږي.
دا ځانګړې خپرونه په بېلابېل ټولنیزو موضوعګانو او محتوا پورې اړوند ده، څرنګه چې خپل مخاطبین د بېلابېلو خواړو او د پاکستان او افغانستان ګډو فرهنګي اړخونو سره آشنا کوي. د دې خپرونې اصلي موخه په دواړو هېوادونو کې د روغتیایي خواړو، اقتصادي چارو، د واده محفلونو، د خواړو خوږې نړۍ وده، د بېلابېل دودیزو او مډرن خواړو په اړه معلومات وړاندې کونه ده. دا خپرونه، خپل لیدونکي یو اکتشافي سیاحت ته بیایي. د خپرونې ځانګړي مېلمانه سیاستپوهان، هنرمندان، ورزشي او ادبي څېرې دي.
زموږ سره پاته شئ او د دې خپرونې له نندارې څخه چې په اختصاصي توګه له لمر ټلویزون څخه خپرېږي، خوند واخلئ!